د نورو هیوادونو په څېر، آسټرالیا هم بیرغ او ملي سرود لري, د آسټرالیا بیرغ د دغه هېواد ملي سمبول دی او د دغه هیواد د هویت او ویاړ څرګندونه کوي.
د ۱۹۰۱ م کال د جنورۍ په لومړی نېټه د نیوساوت وېلز، ویکټوریا، تزمانیا، کوینزلنډ، سویلي او لویدیځې آسټرالیا مستعمرې سره یو ځای شوي او د آسټرالیا د کامن وېلت هېواد یې جوړ کړی.
په ۱۹۰۱م کال کې د آسټرالیا له جوړېدو وروسته، د دغه هېواد لومړي وزیر اېډمنډ بارټن د آسټرالیا د ملي بیرغ د ډیزاین لپاره سیالۍ په لاره اچولي، په سیالیو کې د شاوخوا ۳۲ زرو کډوالو له ډلې څخه هغه پنځه کسان د ګټونکو په توګه اعلان شوي چې ډیزاینونه یې، یو بل ته ورته وو.
اسناد ښيي د آسټرالیا د ملي بیرغ د ډیزاین سیالیو ۵ ګټونکي د ټولنې له بېلابېلو برخو څخه وه چې په هغه وخت کې د حکومت لخوا ورته ۲۰۰ یورو ګډه جایزه ورکړل شوې وه.
له ۱۹۹۶ م کال وروسته، هر کال د سپټمبر د میاشتې دریمه نېټه په آسټرالیا کې د بیرغ د ملي ورځې په توګه لمانځل کېږي.
د بیرغ ملي ورځ، د افرادو، ټولنیزو سازمانونو، محلي چارواکو، سوداګریو او ښوونځیو لپاره یو فرصت دی ترڅو د آسترالیا د بیرغ کلیزه هرکال په ویاړ سره ولمانځي.
د آسټرالیا ملي بیرغ، آبي رنګ او درې اصلي نښې لري.
د آسټرالیا د بېرغ په پورته چپه خوا کې د انګلستان بیرغ ته ورته یو کوچنی بیرغ لیدل کېږي چې د Union Jack په نوم یادېږي. دغه نښه له تاریخي پلوه له انګلستان سره د آسټرالیا اړیکه څرګندوي.
د دې ترڅنګ د آسټرالیا بیرغ په ښي خوا کې د سویلي صلیب نښه لیدل کېږي چې د آسټرالیا د موقعیت څرګندونه کوي.
همدا راز په بیرغ کې بله نښه د کامن ویلت ستوری دی چې د فیډرېشن ستار یا سیون پواینټ سټار ورته وایي.
د کاملن ویلت ستوری وه کنجونه لري چې شپږ یې د آسټرالیا د شپږ ایالتونو او اووم یې د دغه هېواد د سیمو څرګندونه کوي.
مجيب منيب د اسټراليا ملي بيرغ او سرود ته کتنه کړې چې لا ډير معلومات په تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.
د اس بي اس پښتو راډیو تل هڅه کوي ترڅو تاسو ته د آسټرالیا د اوسېدونکو ، مهمو ځایونو، لرغونو آثارو او ځانګړتیاوو په اړه په زړه پوري مالومات وړاندې کړي.
د اس بي اس پښټو راډیو ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ ترڅو تاسو هغه مالوماتي راپورونه واورئ چې مونږ په تېرو خپرونو کې تاسو ته خپاره کړي دي.
SBS.com.au/Pashto





