د اسټراليا حکومت نوې راغلې ټولنې هڅوي ترڅو خپل مورنۍ ژبه او کلتور ژوندی وساتي او حکومت پدې لړ کې له ټولنو سره مرستې هم کوي.
د اسټراليا بيلابيلو ښارونو کې د نورو ټولنو غړي خپل د مورنۍ ژبې او کلتور ساتلو لپاره ښوونځي او نور زده کړې پروګرامونه جوړ کړي چې ماشومان او لويان دواړه له خپل ژبې او کلتور سره نږدې ساتي.
له بده مرغه پښتانه چې پر خپل ژبه او کلتور ولاړ خلک دي د اسټراليا په لويو ښارونو کې د ژبې او کلتور زده کړې لدې اسانتاوو ګټه نه پورته کوي او د ژبې او هويت راتلونکی يې له نا معلوم حالت سره مخ دی.
د اسټراليا جنوبي ايالت اډيليډ ښار کې ميرمن عابده يوسفزی هغه يوازينی پښتنه ميرمن ده چې له هلو ځلو سره يې د پښتو ژبې د زده کړې پراخ پروګرامونه پر مخ اچولي او ګڼ شمير پښتنې کورنۍ خپل ماشومانو ته د ژبې زده کړه پدې ښوونځي کې داخل کړي.
عابده يوسفزی وايي، د پښتو ژبې ښوونځی په ۲۰۰۹ کال کې په فعاليت پيل وکړ او تر اوسه لسګونه زده کوونکي د پښتو ژبې زده کړې باندې بوخت دي.
اغلې وايي، سره لدې چې ښوونځی شته ولې ډيري کورنۍ لږه ژمنتيا ښايي.

اډيليډ ښار کې د پښتو ژبې ښوونځی شاوخوا ۸۰ زده کوونکي لري او په اونۍ کې يوه ورځ هغه هم دريو ساعتونو لپاره د ژبې زده کړه ورکوي.
د ژبې ښوونځي کې زده کړه وړيا ده يعنې ماشومان هيڅ فيس نه ورکوي بله خوا ښوونکي ټول رضا کاران دي او وړيا سبق ورکوي.
د اسټراليا حکومت لخوا د ژبې ښوونځي ماشومانو ته کتاب، کتابچه، قلم او نورو مرسته کيږي.
شمينه ستانکزی د پښتو ژبې ښوونکې ده او له ۲۰۲۰ کال راهيسې وړيا سبق ورکوي.
اغلې وايي، د يوې ښوونکې په توګه زما هدف د افغانستان ملي ارزښتونو ساتل او نورو ته ليږدول دي.
اغلې ستانکزی زياتوي، ملي ارزښتونو باندې يو ملت ساتل کيږي او د يو هيواد بحراني حالت کې ملي ارزښتونه له ستر ګواښ سره مخ کيږي او پداسې حالت کې بايد ژبه او کلتور د ساتلو لپاره کار وشي.
بله خوا د پښتو ژبې يو زده کوونکی سنګر چې له يوه کال راهيسې د ژبې زده کړه کوي وايي، تر هغه به د ژبې ښوونځي کې د پښتو ژبې زده کړه کوي ترڅو چې يې ژبه ښه زده شي.
سنګر وايي، يو کال کې مې ښه پښتو زده کړې او لدې لارې خپل مور پلار سره په پښتو ژبه خبرې کووم او هم افغانستان ته تګ سره به له ما سره ډيره مرسته وکړي.
د سنګر مور زهرا ستانکزی وايي، هڅه کووم چې اولادونه مې پښتو ژبه زده کړي.
اغلې وايي، د ماشومانو بهر ژبه يعنې ښوونځی، لوبو ځايونو او نورو کې انګليسي ده نو ځکه دا ډير مهمه ده چې د کور ژبه پښتو وي او ماشومانو ته پښتو زده کړم.
اغلې ستانکزی نورو والدينو ته پيغام کې وايي، که ماشومان هر ژبه زده کوي نو هغوی ته يو جلا شخصيت ورکوي او همدې سره د ژبې زده کړه د هغوی ټولنيز او کورنۍ ژوند ډير اسانه کوي.
اسټراليا کې د پښتو ژبې ښوونځي په اړه بشپړ رپوټ واورئ.





