د افغانستان ملي موزیم بيا د لیدونکو پر مخ پرانیستل شوی

29 year- old Taliban Fighter Mansoor Zulfiqar, left, visits the National Museum of Afghanista

The National Museum of Afghanistan is open once again. Source: AP

د افغانستان ملي موزیم یو ځل بیا د لرغونو آثار په ښودلو سره د سیلانیانو پر مخ خلاص شوی دی.


د افغانستان په ملي موزیم کې د اسلام او له هغې څخه وړاندې دورو اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.

د طالبانو د تیر حاکمیت په پرتله دا ځل ډېر بدلونونه راغلي دي، تېر ځل طالبانو د موزیم ډېر آثار ویجاړ کړي وو خو دا ځل داسي څه نه دي پیښ شوي.

ظاهراً د طالبانو د حکومت دغه اقدام د دوی د مخکنۍ واکمني په پرتله سیاست کې د یو ښکاره بدلون راتلو ښکارندويي کوي.

نن ورځ هم د کابل په ملي موزیم کې نندارې ته ايښي ځينې آثار، اساسا د طالبانو د رادیګالې ايډيالوژي سره په ټکر کې دي، لکه د لوښو هغه مجموعې چې ورباندې د انسانانو او حیواناتو انځورونه ښکل شوي دي.

خو طالبانو اوس د کابل پر ملي موزیم باندې خپل ساتونګي ګومارلي تر څو يې د نورو ډلو له برید څخه حفاظت کړي.

رحيم الدين اوريا خيل له ميوزيم چارواکو او هم ليدونکو سره خبرې کړي چې په اړه يې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now