طالبانو شاوخوا یو نیم کال وړاندې تر امر ثانې پورې د نجونو زده کړې ودرولې او څرګنده يې کړه چې د نجونو د زده کړیالانو په خوندي طرحې کار کوي، خو د نږدې دوه کلونو په تېریدو سره، ددغې ډلې نه طرحه بشپړه شوه او نه هم د طالبانو د امر ثاني کوم خبر شته.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا طالبان به د نجونو پر مخ له شپږم ټولګيو پورته د ښوونځیو پیل ته اجازه ورکړي او که نه؟
دا هغه پوښتنه چې په دې شپو او ورځو کې د ډیرو افغان انجونو زده کوونکو او د دوی د کورنیو په خوله ده.
دا چې اوس په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیلېدونکی دی د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې هېله لري چې طالبان به له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او دوی به وکولای شي چې پاتې زده کړې بشپړه کړي.
د روبینه په نوم د لسم ټولګي یوې زده کوونکې له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د نوي تعلیمي کال پیل ته يې یواځنې هېله دا ده چې د دوی پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي او نجونې وکولي شي ترڅو خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي
په کابل کې د یوه دولتي ښوونځې بله زده کوونکې چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې خپور شي هم هېله لري چې په نوي تعلیمي کال به یو ځل بیا ښوونځې ته لاړه شي.
هغې له طالبانو وغوښتل چې نور دې د دوی له راتلونکي سره لوبې نه کوي او ژر تر ژره دې د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
هڅه مو وکړه چې د نوي تعلیمي کال د پیل او دا چې د طالبانو سرپرست حکومت به د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي او که نه؟ د طالبانو د پوهنې وزارت نظر له ځان سره ولرو خو د پرلاپسې تماسونونو سره سره د دې وزارت ویاند احسان الله خطاب د اس بي اس راډیو پوښتنې ځواب نکړي.
خو د قلم لار ټولنې مسوول مطیع الله ویسا چې په افغانستان کې د تعلیم د پرمختګ لپاره کار کوي بیا له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د نوي تعلیمي کال شروع کېدو ته د افغانانو هیلې زیاتې شوې چې ممکن د نجونو پر مخ به د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.
لا نور کابل کې زمونږ خبريال رحيم الدين اورياخيل په رپوټ کې واورئ.




