د کابل پر سيند د بريښنا بندونو جوړل پاکستاني چارواکي غوسه کړي

Kabul river

Kabul river Source: Wikipedia

.د افغانستان او پاکستان سياسي کړکيچ لا هم پر خپل ځای دی او د اړيکو ښه والي برخه کې اړين پر مختګ نه ليدل کيږي


پر کابل سيند باندې د بريښنا بندونو جوړولو اعلان سره سم پاکستان کې دننه چارواکو غبر ګون ښودلی او ددې کار مخالفت کوي.

تيره ورځ پاکستاني چارواکو د افغانستان کونسل معين مرستيال سره په پيښور کې ناسته وکړه او پر يادې موضوع يې خپلې انديښنې شريکې کړې.

د پاکستاني چاراکو په وينا پر کابل سيند باندې د پاکستان حق هم دی او يادو اوبو په اړه بايد هيوادونه له يو بل سره هوکړې ته ورسيږي. پيښور ښار کې افغان کونسل هم يادې ناستې وروسته خبريالانو ته وويل چې پدې اړه به د همغږۍ ناستې کوي.

اسلام ګل افريدي د پاکستاني چارواکو او افغان کونسل خبرې راخيستي چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now