د پاکستان حکومت لومړي ځل لپاره نر ښځو ته ډريوری لايسنس ورکړ

Transgender takes photo for driving licence

Source: Islam Gul Afridi

پاکستان کې نر ښځې د ټولنې شاته پاتې برخه ګڼل کيږي او دوی له ګڼو ستونزه سره ژوند تيروي.


نرښځې وايي چې ټولنه کې دوی ته عزت نه ورکول کيږي او د وهلو ډبولو تر څنګ دوی د زورواکو لخوا وژل کيږي.

پدې وروستيو کې د نر ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډيريدل او د هغې پر وړاندې د نرښځو ټولنو غږ اوچتول ددې باعث شو چې لومړي ځل لپاره پاکستاني حکومت نر ښځو لپاره ملي پيژند پاڼې ورکړي او هم  هغوی ته يې د کار کولو زمينه برابره کړه.

تيره اونۍ لومړي ځل لپاره نرښځو ته د موټر چلولو يا ډريوری لاسينس هم ورکړل شو چې د نر ښځو په وينا دا د هغو انساني حق ترلاسه کولو برخه کې يو ستر ګام دی.

اسلام ګل افريدي د ياد ستر ګام په اړه له ځينو نرښځو او چارواکو سره خبرې کړي چې تاسې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now