د پښتون ژغورنې غورځنګ: د حکومت تحريک لبيک او مونږ سره چلند هر څه په ډاګه کړل

Dr Said Alam Mehsud and Manzoor Pashteen

Dr Said Alam Mehsud and Manzoor Pashteen Source: Dr Said Alam Mehsud fb

په خواله رسنيو کې د حکومت او مذهبي ډلې هوکړې ته له پښتون ژغورنې غورځنګ سره د حکومت چلند پرتله کيږي او ځيني پر حکومت دا تور پورې کوي چې پښتون ژغورنې غورځنګ سره پاکستاني حکومت توپيري چلند کوي


پاکستان کې د پيغمبر سپکاوي باندې تورنې اسيه بي بي مسلې پراخ غبرګونونه راوپارول او د حکومت او مذهبي ډلو ترمينځ يو بل ته سخت الفاظ او خبردارۍ ورکړل شو.

ولې له څوو ورځيو ويجاړوونکو مظاهرو پای کې پاکستاني حکومت د مذهبي ډلو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايه او هم د پاکستان سترې محکمې هغه پريکړه يې رد کړه د کوم له مخه چې مسيحي ميرمنې اسيه بي بي خوشې کولو امر شوی وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او وياند ډاکټر سيد عالم محسود سره اس بي اس پښتو خپرونې ځانګړې مرکه کړې او د ياد غورځنګ وروستيو مهمو ناستو ترڅنګ شته ستونزو او د ياد تحريک راتلونکو پلانونو باندې خبرې شوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ لاسته راوړنو په تړاو ښاغلي ډاکټر سيد عالم محسود وويل چې د پي ټي ايم رامينځته کيدو وروسته پښتنو غږ پيدا کړی او خپل د ورکو شوو کسانو غوښتنه کولی شي.

ښاغلي دا هم وويل چې اوس پښتانه د پاکستان له هر ګوډ څخه يو چتر لاندې راټول شوي او د پي ټي ايم هلو ځلو څخه بې شميره بې ګناه پښتانه له زندانو څخه خوشې وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې لکه پښتنو ورته د نړۍ ډيرو هيوادو کې د خلکو همداسې حال وه او يوازې د حقيقت موندنې او مصالحت کميسيون د هغو ستونزې حل کړې او مونږ هم د يو همداسې کميسيون جوړيدل غواړو.

ډاکټر سيد عالم محسود وايي چې اوس پښتانه پدې پوه شوي چې پاکستاني رسنۍ ددوی ندي او نه هم ددوی مسلې خپروي.

له اس بي اس پښتو خپرونې سره د ښاغلي سيد عالم محسود ځانګړې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.

 

 

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service