د افغانستان په بازارونو کې د زړو بانک نوټونو شتون خلک په راکړه ورکړه کې له ستونزو سره مخ کړي

new-banknotes.jpg

افغانۍ بانک نوټونه

په داسې حال کې چې څه موده وړاندې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ټولو سوداګریزو بانکونو ته ۱۰۰ میلیونه نوي افغاني بانک نوټونه ورکړل او له یادو بانکونو څخه يې زړې افغانۍ راټولې کړي خو لاهم ددغه هېواد په بازارونو کې د راکړې ورکړې پر مهال زړې افغانۍ ښکته پورته کیږي.


زړو بانک نوټونو عام خلک هم د موټرو د کرايي او دغه شان د توکو د پلور او پېر په ګډون په ورځني ژوند کې له ستونزو سره مخ کړي او په راکړه ورکړه کې يې ورته لوی سر خوږی جوړ کړی دی.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وايي، چې سوداګریزو بانکونو ته د نویو افغاني بانک نوټونو سپارل سره سره په بازارونو کې ډېر زاړه بانک نوټونه شته او باید د افغانستان بانک يې راټولولو ته پاملرنه وکړي.

له دې دلې ځینو هغو يې اس بي اس راډیو ته وویل، چې موټر چلوونکي او هټیوال زړې پیسې نه اخلي او له صرافانو چې هم د وړو افغانیو غوښتنه کوي، نو زړې ورکوي.

د دوی په خبره، چې د نویو چاپ شویو بانک نوټونو وېش کولای شي چې په راکړه ورکړه کې د خلکو ستونزې حل کړي.

د عامو افغانان او سوداګرو ترڅنګ دوکاندارن هم ورته ستونزه لري.

د پلازمیني یو تن دوکاندار اس بي اس راډیو ته وویل، ډیري هغه خلک چې د ده له دوکان څخه خوراکي او یا نور توکي اخلي مشتریان يې ورڅخه د زړو پیسو له اخسیتلو انکار کوي.

نوموړی د افغانستان بانک څخه غوښتنه کوي چې نوی افغانی چاپ او بازار ته يې وړاندې کړي.

له بلې خوا د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک بیا وايي، چې د بازار اړتیا ته په کتلو او د معقولو پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره يې نوي افغاني بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي او په مقابل کې يې زړه بانک نوټونه راټول کړي دي.

د افغانستان بانک ویاتد حسیب الله نوري له اس بي اس راډیو په خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د نویو افغاني بانک نوټونو ساتنې ته پام وکړي، څو له وخت مخکې زاړه نشي.

يادې مسلې په اړه بشپړ رپوټ لرو چې سپيکر ټنۍ کليکاږلو سره يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now