د پاکستان د ديني عالمانو شورا مشر خبرو ته د افغانستان عالمانو شورا ځواب09:22Maulana Sami ul-Haq was killed during an attack at his home in central Punjab province in Pakistan. Source: Gettyاس بي اس پښتوView Podcast SeriesFollow and SubscribeApple PodcastsYouTubeSpotifyډونلوډ (17.17MB)Download the SBS Audio appAvailable on iOS and Android د پاکستان د دینې عالمانو د شورا مشر مولانا طاهر اشرفي وروستۍ څرګندونې په افغانستان کې د علماوو او ولسي جرګې د غړیو تند غبرګونونه راپارولي دي. طاهر اشرفي له پاکستاني ټلویزیوني چینل جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي چې، د مولانا سمېع الحق له وژنې سره به د افغانستان په جګړه کې تاثیر رانه شي، بلکې څوچنده به زیاته شي. د افغانستان د ولسي جرګې یوشمیر غړي وايي، طاهر اشرفي دا مسایل د پاکستاني استخباراتو په اشاره مطرح کوي. په ورته وخت کې د کابل د علماوو شورا مرستیال ګل احمد صدیق چکري د پاکستاني علماوو د مشر دغه څرګندونې بې اساسه بولي. د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا سمیع الحق چې د طالبانو په معنوي پلار هم مشهور و د جمعې په ورځ په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د چړو په ګوزارونو په مرموز ډول ووژل شو چې تراوسه هم کومې ډلې او یا لوري د دغې وژنې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی. بل لور ته په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې ډيرې شوي او ټاکل شوې د راتلونکې جمعې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د مسکو ناسته جوړه شي. شریکولLatest podcast episodesد اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه |۲۸ فبروري ۲۰۲۶د طالبانو حکومت او پاکستان د تازه نښتو په ترڅ کې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړېد اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه |۲۷ فبروري ۲۰۲۶په اسټرالیا کې د لومړنیو ملتونو فېشن