د افغانستان ولسمشر محمد اشرف، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل وروستۍ انتحاري حمله په سختو ټکو غندلې ده.
د کابل د پنجشنبې شپې په انتحاري حملې کې ۱۳ پولیس وژل شوي او د ۲ ملکي وګړو په ګډون ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
داعش یا د اسلامي دولت ډلې د دغه برید مسوولیت منلی.
د ولسي جرګې یوشمیر غړي بیا د داعش ډلې د فعالیتونو له پراختیا اندېښنه څرګندوي.
پدې اړه تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ.
شریکول






