د چين هيواد له ځينو محدوديتونو سره د ساينس پوهانو لس کسيزې ډلې ته اجازه ورکوي ترڅو وهان ښار چې د کرونا ويروس لومړنی پيښه پکې ريکارډ شوې خپل څيړنه وکړي.
د نړۍ هيوادونو پام د روغتيا نړيوالې ادارې هغو ساينس پوهانو ته دی کوم چې دا مهال د چين هيواد واهان ښار کې دي او د کرونا ويروس اصلي منبع معلومولو پلټنه کوي.
پداسې حال کې چې نړۍ دا پلټنه له نږدې څاري د چين حکومت د ساينس پوهانو پلټنه هم له نږدې څاري او حکومت لخوا ځيني محدوديتونه پر ځای دي.
چين هيواد تور پوري کوي چې ځيني هيوادونه د کرونا ويروس وبا څخه سياسي مسله جوړوي او بې ځايه فشارونه پر ياد هيواد اچوي ولې بله خوا اسټراليا په شان هيوادونه له چين هيواد څخه غواړي ترڅو پلټنې سره همکاري وکړي.
يادې مسلې په اړه بشپړ رپوټ واورئ.





