په افغانستان کې هغو میرمنو چې زده کړې نه دي کړي له کومو ستونزو سره لاس او ګریوان دي؟

A file photo of female students walking home from school in Yakawlang, Afghanistan, 19 May, 2019.

A file photo of female students walking home from school in Yakawlang, Afghanistan, 19 May, 2019. Source: The New York Times

افغانستان کې د واکمن حکومت او هم ځينو ټولنيزو ستونزو له امله ښځې له زده کړې څخه محرومه پاتې کيږي، ولې ايا کورنۍ او يا خپله ميرمنې پدې پوهيږي چې له نه زده کړې سره دوی خپل ژوند کې له کوم ډول ستونزو سره مخ کيږي؟


د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ زده کړه چې د انسان په راون ژوند کې هر راز ستونزي حل وې د ښځینه او نارینو دواړو حق دی.

د افغانستان په ځنیو سیمو کې نجونې د بیلا بیلو لاملونو له امله نه شي کولای زده کړې وکړي، او له دې خداى وركړي حق څخه برخمنې شي.

د دوى پر وړاندې تر ټولو زيات کورني محدودیتونه او ټولنيز دودونه او رواجونه هغه څه دي، چې دوى له لوړو زده كړو بې برخې كوي.

د معلوماتو له مخې افغانستان داسي یو هېواد دی چې په هغه کې د میرمنو د زده کړې کچه ټېټه ده چې دا د انديښنې وړ مسله ده.

په وروستیو کې په دې هیواد کې د وسله والو طالبانو د بیا واکمنیدو راپدیخوا له شپږم ټولګي پورته د انجونو پرمخ د لیک او لوست اجازه نه ده ورکړل شوې چې دې کار هم د میرمنو زده کړو ته لوی زیان اړولی دی.

د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې بیا له پخوا څخه د ناامنیو او د یو شمېر افغان کورنیو د بي ځایه قید ګیرې له امله انجوني ښوونځیو ته نشي تللي په داسي حال کې چې دوی له لیک او لوست سره د پام وړ علاقه درلوده.

په افغانستان کې هغو میرمنو چې زده کړې نه دي کړي او اوس له کومو ستونزو سره مخ دي له اس بی اس راډیو سره په خبرو ميرمنو او پوهانو خپل نظرونه شريک کړي چې دا ټول دلته اوريدلی شئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now