د طالبانو له لوري پر ښځو د لوړو زده کړو بندیز لسګونه خصوصي پوهنتونونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ کړي

Kabul University

Students walk through a pathway near the Kabul University after it was reopened in Kabul on February 26, 2022. Source: AFP / AHMAD SAHEL ARMAN/AFP via Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو له لوري د انجونو پر زده کړو تر بندیز او د ځینو نورو محدویتونو تر لګیدو وروسته اوس په دغه هېواد کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د بندېدو وېره پېدا شوې.


طالبانو د افغانستان په ټولو پوهنتونو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولو ترڅنګ يې له خصوصي پوهنتونونو څخه هم وغوښتل چې د ښځینه محصلانو له استخدام څخه دې هم ډډه وکړي.

د طالبانو له لوري ددغو محدویتونو پر داوم اوس په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو ټولنه خبردارۍ ورکوي، که طالبان د نجونو د زده کړو د بندیز په تړاو په خپله پرېکړه بیا کتنه ونکړي او وضعیت همداسې داوم ولري نو ښايې لسګونه خصوصي پوهنتونونه د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه بند کړي.

په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مطبوعاتي مسوول کریم ناصري اس بي اس راډیو سره په خبرو کې ددغو پوهنتنونو شمېر له ۳۵ تر۴۰ پورې وښوده، چې په وینا يې له اقتصادي ستونزو سره لاس اوګریوان دی او دې ته اماده دي ترڅو د خپلو پوهنتونونه دروازې وتړلي او خپلې پانګې نورو هېوادونو ته انتقال کړي.

نوموړي د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د خصوصي پوهنتونو سره دې د مالیې او نور مالي ستونزو په برخه کې همکاري وشي څو د مالي او اقتصادۍ ستونزو له امله ددغه پوهنتونو د سقوط مخه ونیول شي.

ښاغلي ناصري زیاته کړه، چې تر اوسه د طالبانو له لوري د وروستیو محدویتونه او اقتصادي ستونزو په پاېله کې د افغانستان په نوم یوه پوهنتون خپل فعالیت بند کړی دی.

د خصوصي پوهنتونونو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ اوسمهال د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونه او لوړو زده کړو موسسسې فعالیت لري چې له دې ډلې یواځې ۶۷ هغه يې په کابل کې فعالیت لري او شاوخوا ۲۰۰ زره محصلین پکې زده کړي کوي.

د خصوصي پوهنتونو د مطبوعاتو مسوول کریم ناصري وویل، چې د تېرو کلونو په پرتله په خصوصي پوهنتونو کې د محصلینو جذب هم تر نیمايي لږ شوی دی.

د هغه په وینا که څه هم خصوصي پوهنتونونو د ټولو تحصیلي دورو فیس د پام وړ کم کړی خو بیا هم څوک نوم لیکنه نه کوي.

پدې اړه تاسو ته له کابل څخه يو بشپړ رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.

——————————————————-

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ.

تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now