دغه کمېسیون وايي، د صحرايي محکمو د مخنیوي په هدف پهکار ده چې عدلي او قضايي ارګانونه د دغې پېښې له عاملینو سره غوڅ قانوني چلند وکړي.
د تخار ولایت د چاه اب په ولسوالۍ کې دغې پېښې ته له هغې وروسته د خلکو او حکومت پام ورواوښت چې په ټولنیزو شبکو په ځانګړي ډول فېسبوک کې، د دغې ښځې د صحرايي محاکمې وېډیو خپره شوه.
په وېډیو کې لیدل کېږي چې یوه ښځه د ګڼو خلکو په منځ کې ناسته او څو کسان یې په شدت سره په لښتو وهي.
ناجيه صاپۍ بشپړ رپوټ لري چې دلته يې اوريدلی شئ.




