افغانستان کې د سوال ګرو ښځو شمير په ډيريدو دی، د هغوی خبرې واورئ

A family displaced by the Taliban now in Kabul.

A family displaced by the Taliban now in Kabul. Source: Getty Images Europe

په افغانستان کې د وسله والو طالبانو تر واکمنیدو وروسته په دې هېواد کې د نارینو سوالګرو ترڅنګ د ښځینه سوالګرو شمیره لوړه شوی ده.


افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ وروسته دمګړۍ په ګڼ شمېر سیمو کې سوالګر ماشومان او ښځي تر سترګو کیږي چې خیر ټولوي.

په افغانستان کې د میرمنو لخوا سوال یا ګدايي کول نوې خبر نه ده، دا په پخواني حکومت کې هم لیدل کیده چې میرمنو به د کابل ښار په واټونو کې په عاجز انداز له خلکو خیر غوښته.

خو اوس وخت کې په افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته او د تېر حکومت له پرځیدو راپدیخو ددغو سوالګرو په شمېر کې په بیسارۍ توګه زیاتوالی راغلی.

له کومې ورځې راپدیخوا چې افغان حکومت د طالبانو له لوري سقوط شو په افغانستان کې د ګڼو کورنیو اقتصادي وضعیت ځکه خراب شو چې هغوی پس انداز یا هم زیرمه شوي خوراکي توکي نه درلودل او یو شمېر هغه اداري هم وتړل شوې چې د نارینو ترڅنګ ښځو په کې کار کوه.

یو شمېر میرمني په افغانستان کې د دې لپاره چې ماشومان يې له لوږې مړه نشي په ځان سختی تیروي او یا هم سوال یا ګدايي ته مخ کوي تر څو خپلې کورنۍ ته د خوارک او څښاک یو څه برابر کړي.

د افغانستان یو شمیر اوسیدونکي په دغه هېواد کې د ښځینه سوالګرو د زیاتیدو په اړه اندیښمن دي خو په خبره يې سوالګري میرمنې ځکه اړه دي خیر وغواړي څو ژوندۍ پاتي شي.

په افغانستان کې هغه میرمنې چې د مجبوریت له مخې يې سوال ته مخ کړې وخت ناوخت بیا د جنسې ځورنې سره هم مخ کیږي.

له دې ډلې یو شمېر يې وویل، د طالبانو له راتک سره سم يې خپلې دندې له لاسه ورکړي او په کورکې داسي څوک نلري چې پیسي ورته وګټي نو ځکه يې سوال ته مخ کړی.

خو په دې ډله کې داسي میرمنې هم شتون لري چې د سوال پر ځای يې کار او بار ته مخ کړې.

د عالمې په نوم یوه افغان میرمنې وویل چې پخوا يې خیر غوښته خو وروسته يې دا غوره وګڼله چې یو کار باید وکړي نو ځکه يې د کابل ښار په واټونو کې د قلمونو پلور ته مخ کړی.

یو شمېر افغانان وايي، که څه هم د طالبانو له راتګ سره د سوالګرو میرمنو په شمېر کې زیاتوالی راغلی خو په وینا چې دا میراث ورته له تېر حکومت پاتي ده.

دغه شمېر هېودوال بیا له افغان سوداګرو څخه غواړي، هغه پیسي چې د دوی له لګښت څخه اضافه کیږي انساني دنده يې ده چې د بیوزولو، کونډو، یتیمانو او سوالګرو لاس نیوی وکړئ.

رحيم الدين اوريا خيل له کابل څخه رپوټ لري چې لا ډير جزيات يې په رپوټ کې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now