ايران کې د اقتصادي کړکيچ له امله لکونه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي

Afghan returnees from Iran

Afghan returnees from Iran Source: File photo

.د افغانستان د کډوالو او بیرته راستېدونکو چارو وزارت وايي، د روان میلادي کال له پېل راهیسې لکونه افغان کډوال له ایران نه افغانستان ته ستانه شوي دي


د دغه وزارت رسنیز سلاکار حفیظ احمد میاخیل وویل چې، هېواد ته په راستانه شویو کډوالو کې زیاتره یې هغه ځوانان او کورنۍ دي چې د کاروبار لپاره ایران ته تللي وو.

پر ایران د امریکا له خوا لګول شوېو بندیزونو او په نتیجه کې د ایراني ریال بې ارزښته کېدو په دې هېواد کې د وزګارو خلکو په شمېر کې زیاتوالی راوستی چې په نتیجه کې یې پر افغانانو هم ناوړه اغېز کړی دی.

د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په ایران کې ۲،۳ میلونه افغان کډوال مېشت دي چې نږدې يو میلیونه یې د کډوالۍ کارتونه او څلور سوه او پنځوس زره نور یې بیا پاسپورټونه لري.

پدې اړه تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now