د اسټراليا په کوربه توب نړيوالو لوبو وروسته ۲۵۰ لوبغاړو پناه اخيستې

2018 Commonwealth Games

Fireworks are set off as the final performance takes place during the Closing Ceremony for the 2018 Commonwealth Games in the Gold Coast, Australia. Source: Press Association

.د اسټراليا په کوربه توب نړيوالو لوبو وروسته شاوخوا ۲۵۰ لوبغاړو او چارواکو له ۱۲ هيوادو څخه پناه اخيستې


د اسټراليا حکومت هغه وخت له ډيرو فشارونو سره مخ شو کله چې د اسټراليا په کوربه توب د Commonwealth لوبو څخه وروسته ۲۵۰ شاوخوا لوبغاړي خپلو هيوادو ته ستانه نه شول او اسټراليا کې يې پناه واخيسته.

د اسټرليا حکومت په لومړيو کې دا شمير نه په ډاګه کوو چې په څومره شمير لوبغاړو اسټراليا کې پناه اخيستې.

د يادې مسلې سپيناوي لپاره د مهاجرت وزارت چارواکي سنا مجلس ته وغوښتل شول شې وروسته دا په ډاګه شوه چې شاوخوا ۲۵۰ لوبغاړو او له هغو سره راغلو چارواکو پناه اخيستې.

د اسټراليا مهاجرت وزير پيټر ډاټون وايي چې د هر يو لوبغاړي غوښتنليک په په غور سره کتل کيږي او پريکړه کوي.

له راغلو لوبغاړو څخه ۵۰ يې لا اوس هم لادرکه دي، د يادو لوبغاړو ويزې وخت ختم شوی او بيرته ندي ستانه شوي.

د مهاجرت وزارت چارواکي او پوليس په ګډو عمليات پر لار اچوي ترڅو ياد لوبغاړي ونيسي او بيرته يې خپلو هيوادو ته ستانه کړي.

يادې موضوع په اړه بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د اسټراليا په کوربه توب نړيوالو لوبو وروسته ۲۵۰ لوبغاړو پناه اخيستې | SBS Pashto