پاکستان وايي، افغان سوداګر لدې وروسته اړ دي په ډالرو راکړه ورکړه وکړي

Lorries parked in Torkham.

Lorries parked in Torkham. Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

افغانستان کې بانکي نظام کې ستونزې او ځينو نورو مسايلو له وجې د پاکستان دولتي بانک پر افغان سوداګرو نوي شرايط وضع کړي او هغوی يې اړ کړي چې لدې وروسته په ډالرو راکړه ورکړه وکړي.


 د پاکستان دولتي بانک

پداسې حال کې چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ سوداګريزه راکړه ورکړه تر ټولو ټيټې کچې ته رسيدلې، د پاکستان حکومتي بانک افغان سوداګر اړ کړي ترڅو لدي وروسته راکړه ورکړه په ډالرو وکړي.

د پاکستاني حکومتي بانک لدې اعلان سره د تورخم دواړو لوريو ته سلګونه لارۍ ولاړې دي او ځيني سوداګر وايي، نږدې يوه مياشت يې دولتي بانکونو کې کار مخې ته نه ځي.

سوداګرو د پاکستان د حکومت لدې ګام سره مخالفت ښودلی او ويلي، نوو قوانينو سره لا شته ستونزې نورې هم ډيريږي او بايد حکومت سوداګري بيرته پخواني حالت ته وګرځوي.

سره لدې چې د پاکستان ملي بانک تورخم کې د ياد بانک حساب پرانيستلو اسانتياوې برابرولو خبر ورکوي ولې سوداګر وايي، کارونه په ټپه ولاړ دي او په ډالرو راکړه ورکړه پر سوداګرۍ منفي اغيزې شيندي.

زمونږ همکار سلام ګل افريدي له ځينو سوداګرو او چارواکو سره خبرې کړي چې دا ټول پدې تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now