Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

قبايلو مشرانو له پاکستان پوځ او تحريک طالبان پاکستان څخه د اوربند غوښتنه وکړه

Federally Administered Tribal Areas

د ډيورند کرښې په اوږدو کې نامني او د پاکستان پوځ او تحريک طالبان پاکستان ترمينځ وروستۍ شخړې يو ځل بيا د قبايلو اوسيدونکي انديښمن کړي او د بيا جګړې پيليدو ويره لري.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto, Islam Gul Afridi

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د ډيورند کرښې په اوږدو کې نامني او د پاکستان پوځ او تحريک طالبان پاکستان ترمينځ وروستۍ شخړې يو ځل بيا د قبايلو اوسيدونکي انديښمن کړي او د بيا جګړې پيليدو ويره لري.


پيښور کې د قبايلي مشرانو جوړې شوې غونډه کې په قبايلو کې د هدفي وژنو ډيريدل او نا امني د انديښنې وړ ګڼلې.

قبايلي مشر او د يادې غونډې يو له تنظيم کوونکو بسم الله خان افريدي وايي، افغانستان کې طالبانو راتګ سره امن راغئ ولې پاکستان قبايلو سيمو کې نا امني ډيره شوه.

د ښاغلي په وينا په فاټا کې بيلابيل پښتانه د هدفي وژنو ښکار کيږي او دوی غواړي چې په ياده سيمه کې امن پر ځای شي.

د قبايلي مشرانو ناستې وروسته په اعلاميه کې له پاکستان پوځ او تحريک طالبان پاکستان څخه غوښتني ترڅو دې روژه او اختر دوران کې اوربند وکړي.

يادې جرګې له افغان طالبانو هم غوښتي ترڅو پاکستان قبايلو سيمو کې امن راوستلو کې مرسته وکړي.

د قبايلي مشرانو وروستی ناستې په اړه تيار شوی رپوټ واورئ.

 

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now