Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

یوناما: طالبانو په افغانستان کې له بیا ځلې واک ته رسېدو سره ۳۸۹ کسان په درو وهلي دي

Taliban

د افغانستان د تيرې يوې اونۍ مهمې پيښې واورئ.


خپور شوی په

By SBS Pashto, Rahimudin Oriakhail

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د افغانستان د تيرې يوې اونۍ مهمې پيښې واورئ.


مهم ټکي

 اروپايي ټولنې تېره اوونۍ وویل، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له خطر سره مخ د نړۍ څلورم هېواد دی.

د قطر د پراختیا وجهي صندوق یا ګیو ایف ایف ډي تېره اوونۍ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د اړینو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د پاکستان، چین او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ درې اړخېزه ناسته تېره اوونۍ په اسلام اباد کې ترسره شوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما تېره اوونۍ په خپل راپور کې وویل، چې طالبانو په افغانستان کې له بیا ځلې واک ته رسېدو سره ۳۸۹ کسان په درو وهلي دي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو تېره اوونۍ د پاکستان پر حالاتو چې د عمران خان له نیول کېدو وروسته سخت کړکیچن شوي خواشیني څرګنده کړه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ په افغانستان کې له واکمنو طالبانو وغوښتل چې د نجونو او ښځو په برخه کې خپلې تګلارې اصلاح کړي.

لا ډير په تيار شوي رپوټ کې واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now