Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

په افغانستان کې د اوبو د کمښت ستونزه ښايې په راتلونکې کې په یوه ناورین بدله شې

Red Cross Afghanistan

Six-year-old Raaziqa draws water from a borehole in Balkh, Wocha Wona village Three decades of war has left many Afghans in dire need of aid. Source: Ahmad Khalid/ICRC

پدې وروستېو کې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو څخه د اوبو د کمښت راپورونه ورکړل شوي او وچکالی سره ويره داده چې د اوبو کمښت مسله به په ناورين بدله شي.


خپور شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


پدې وروستېو کې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو څخه د اوبو د کمښت راپورونه ورکړل شوي او وچکالی سره ويره داده چې د اوبو کمښت مسله به په ناورين بدله شي.


افغانستان کې وچکالي او د اوبو تنظيم يو منظم پلان نه شتون خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او اټکل دا دی چې که دې ستونزې ته د حل لار ونه موندل شي، دا موضوع ښايي په یو ناورین واوړي.

عام باور دا دی چې افغانستان سږکال د طالبانو د تیرې واکمنۍ په څېر بیا هم له وچکالی سره مخ دی.

د افغانستان اقتصاد چې تر ډېره کچه کرنې او موسمي ورښتونو پورې تړلی نو ښايې د کرنیزو محصولاتو کمښت د دغه هېواد ټولیز اقتصاد زیانمن کړي.

په تیر ژمي کې په افغانستان کې د واورې او بارانونو د کمښت له امله سږکال د اوبو سرچینې هم کمې شوي.

افغانستان کې د اوبو د کمښت ستونزه او وچکالۍ د نورو ستونزه سربېره د افغان بزګرانو په حاصلاتو ناوړه اغیزه کړې.

د تېر په څېر سږکال هم وچکالۍ کرنې او مالدارۍ ته زیان رسولی او دې چارې تر ډېره د بزګرو او مالدارانو عواید کم کړي دي.

یو شمېر بزګران چې په افغانستان کې په کرنه بوخت دی، وایي سږکال یې وچکالۍ ټول فصل ځپلی او هېڅ چمتووالی هم نه لري.

د دوی په وینا که کرنې وزارت ورسره مرسته کړې وه نو یوه برخه محصولات به یې خوندي شوي وو.

کابل څخه رحيم الدين اوريا خيل رپوټ لري.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now