نړۍ کې د تودوخې ډيروالی او هم د نفوس ډيروالی ډير شمير خلک له ګڼو اقليمي ستونزو سره مخ کړي.
پاکستان کې د نفوس ډيروالي سره ډيرو خلکو څاه ګانو کيندلو ته مخه کړې، بله خوا د اوبو ضايع هم د ځمکې لاندې اوبو زيرمې کچې ډيرې ټيټې کړي.
کار پوهان خبرداری ورکوي چې که وچکالي روانه وي او خلک له اوبو څخه سم کار وانخلي نو ستر ناورين رامينځته کيږي.
خيبر پښتونخوا کې څاه ګانې له ۸ څخه تر ۲۳ مترو لاندې کيندل کيږي، بيا خيبر سيمه کې د څاه ګانو ژورتيا (عمق) تر ۲۲ مترو ښکته شوی.
د خيبر پښتونخوا اوبو حالت او خلکو ته لارښونې لپاره مو له اوبو چارو سمبالوونکي منيب خټک سره مرکه کړې.
بشپړه مرکه واورئ.



