- دتیرې اونۍ په پیل کې وسله والو طالبانو په افغانستان کې په ښار او بازار کې په موټر چلوونکو یو لړ محدویتونه وضع کړل.
- په افغانستان کې ورځ تر بلې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه اندېښنې مخ په پراخېدو دي.
- د قطر په پلازمېنه دوحه کې پر دې خبرې روانې دي چې ترکیي او قطري شخصي کمپنۍ څرنګه د کابل په شمول د افغانستان پنځه هوایي ډګرونه فعالولی شي.
- د امریکا ولسمشر د تیرې اونۍ د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۲ کال لپاره د دغه هېواد د ملي دفاع قانون لایحه لاسلیک کړه چې له مخې يې د دې هېواد دفاعي لګښتونو لپاره په کې ۷۷۰ میلیارده ډالر په پام کې نیول شوي دي.
- د سازمان شوي جرمونو او فساد په اړه د راپور ورکولو ادارې OCCRP تېره اونۍ د افغانستان مخکنې ولسمشر محمد اشرف غني نوم د ۲۰۲۱ کال د تر ټولو فساد شخص په لیست کې شامل کړ.
- د افغانستان پخوانې ولسمشر د تېرې اونۍ په پاي کې البته د پنجشنبې په ورځ له بي بي سي سره په مرګه کې وویل، وروسته له هغه له هېواده ولاړ چې وسله والو طالبانو د کابل واک تر خپل کنټرول لاندې راوست او په ماڼۍ کې امنیتي ډلې ورته خبرداری ورکړ چې نور نه شي کولای کابل او د هغه دفاع وکړي.
د افغانستان او سیمې د تیرې یوې اونۍ مهمې پیښې

Taliban stand guard near the scene of a bomb blast in Kabul, Afghanistan, 3 October 2021. Source: AAP, EPA
د افغانستان او سيمې د تيرې يوې اونۍ پيښې او مهم مطالب دلته واورئ.
شریکول




