مهم خبرونه:
- د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو تېره اوونۍ هند کې د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه ناسته وکړه.
- د المپیک نړیوالې کمیټې تېره اوونۍ خبردارۍ ورکړ، که طالبان نجونو ته د ورزش اجازه ورنه کړي د دې کمیټې لوبو کې ګډون نه شي کولی.
- وسله والو طالبانو تېره اوونۍ د خپلو لوړ پوړو مشرانو او خلکو په حضور کې د قصاص حکم اجرا کړو.
- د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ تېره اوونۍ متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د دفاع له سرپرست وزیر او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له څو افغان سیاسي مشرانو سره وکتل.



