- د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف د تیرې اونۍ د جمعې په ورځ یو راپور خپور کړ او په کې راغلي ول چې افغانستان د ۲۰۰۵ میلادي کال له پيل څخه بیا تر دې مهاله په نړۍ کې د ماشومانو تر ټولو زیاته مرګ ژوبله درلودله.
- د کډوالو نړیوال سازمان (ایاوام)، د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې د کورنیو بېځايه شويو کسانو وضعيت د جدي اندېښنې وړ مساله بللی.
- دغه سازمان په خپل یو راپور کې ویلي چې افغانستان کې ۲۰۲۱ کال خلکو له کړاو ډک وخت تېر کړ په تېره بیا هغه څه باندې شپږ نیم لکه افغانانو چې یوازې همدې کال کې د جنګ جګړو او سختو اقتصادي ستونزو له امله له خپلو اصلي مېنو بېځایه شول.
- د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر په ابيګیټ کې له ځانمرګي برید د څه د پاڅه څلور میاشتو تېرېدو وروسته، تازه د امریکا استخباراتي چارواکو د برید کوونکي په اړه مشخصات راټول کړي او هغه يې له رسنیو سره شریک کړي.
- د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو څو ورځو کې د ډیورند فرضي ګرښې پر سر د اغزن سیم پر غځولو نندارې راپورته شوي.
- ملګرو ملتونو خبر ورکړي چې د افغانستان لپاره يې شاوخوا یو نیم میلیارډ ډالره بشر دوستانه مرستې راټولې کړې دي.
- د طالبانو حکومت د رئيس الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر ويلي، کابل ته د ننوتلو پر مهال د دوی ډلې هېڅ داسې پلان نه درلود چې ګواکې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني دې ووژني.
د افغانستان او سیمې د تیرې یوې اونۍ مهمې پیښې

Source: SBS-Jawed Rostapoor
د افغانستان او سيمې د تيرې يوې اونۍ پيښې او مهم مطالب دلته واورئ.
شریکول




