د خوړو نړيوال پروګرام: لوږه په افغانستان کې د زیاتیدو په حال کې ده او ددغه هېواد ۹۵ سلنه خلک کافي خوړو ته لاس رسی نلري

More than five million children are expected to face crisis levels of hunger in Afghanistan as the country faces a humanitarian disaster.

More than five million children are expected to face crisis levels of hunger in Afghanistan as the country faces a humanitarian disaster. Source: Getty Images

د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا په افغانستان کې د لوږې او قحطۍ زیاتیدو په اړه انديښنه ښودلې او ویلي دي چې اوس مهال ددغه هېواد ۹۵ سلنه خلک له کافي خوړو څخه برخمن نه دي.


د خوړو نړیوال پروګرام د اسیا پاسفیک څانګې مشر د خپل ټویټر یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو اتو کورنیو خپل عایدات له لاسه ورکړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې هغه کورنۍ چې په ښارونو کې په ځانکړي ډول کابل کې ژوند کوي، په دغه هېواد کې له رامنځته شوي بحران څخه زیات اغیزمن شوي دي.

افغانستان کې په تېره پلازمینه کابل کې د طالبانو د دویم ځل واکمنیدو راپدیخوا د زیاتو کورنیو د عایداتو په کمېیدو د فقر او لوږې په زیاتیدو سره ګڼ شمېر خلک دې اړه شوي چې د ژمې په سړا هوا کې کار وکړي او ډیرې کمې پیسې لاسته راوړي.

په دې ډله کې ۵۶ کلن محمود چې د یوې اووه کسیزې کورنۍ سرپرستي ور په غاړه وه له اس بی اس راډیو سره په خبرو کې وویل چې فقر، بیکارې او کار نشتون اړ کړي چې د ژمې په دې سړا هوا کې د سهار له ۷ تر ماښام ناوخته کار وکړي، خو په وینا پر دې نه توانیږي چې دومره پیسې وګټي چې شپې ماشومان په نس مړه او ژمې يې تود تیر شي.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د محمود په شان ورته نورې کورنۍ هم شته چې د فقر او بیوزلۍ له امله په خواره بد اقتصادي وضعیت کې خپلې شپې او ورځې سبا کوي.

له دې ډلې یو شمیر بیوزله میرمنو چې د کابل ښار په واټونو کې د خپل اولادونو په پار د یوه مړۍ ډوډۍ په لټه کې ول راسره په خبرو کې وویل چې کله نا کله اند دې ته هم اړه کیږي چې خپله شپه او ورځ له خپلو ماشومانو سره په وچه ډوډۍ تېره کړې.

پدې اړه د رحيم الدين اورياخيل بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now