اسټراليا کې د يو مسلمان له مړينې وروسته د جنازې، قبر، فاتحې او نورو مسايلو په اړه پوه شئ

Catholics offer burial spaces to Muslims

Muslim section of Rookwood Cemetery. Source: SBS Bangla

اسټراليا کې د يو مسلمان مړينې وروسته ځينو کړنو او لږښتونو باندې پوهيدل اړين دي.


اسټراليا کې د يو مسلمان له مړه کيدو سره ځيني داسې کړنې دي چې بايد ترسره شي ترڅو مړ شوی شخص په وخت خاورې ته وسپارل شي.

که تاسې په اسټراليا کې ژوند کوئ نو بايد پدې پوه شئ چې که تاسو او يا ستاسو کورنۍ غړي مړه کيږي نو له جنازې، قبر او فاتحې سره کوم داسې شيان تړلي دي چې کيدای شي له نورو هيوادونو سره توپير ولري.

ملبورن ښار کې د عمر فاروق جومات او سلامي مرکز مشر ښاغلی باچا نوري وايي، اسټراليا کې د يو کس مړينې وروسته له جنازې نيولې تر فاتحې پورې شاوخوا ۸ زره ډالر لږښت لري.

د اسټراليا هر يو ښار کې د افغانانو ټولنې، ډيره کې د مړي سمبالښت او ورسره تړلي مسايل مخ ته وړي. يادو ټولنو له ځينو هديرو سره قراردادونه لاسلیک کړي او د مسلمانانو په ځانګړو هديرو کې مړي خاورو ته سپارل کېږي.

Muslims oversee the excavating of graves at a Muslim cemetery in Christchurch, New Zealand.
Muslims oversee the excavating of graves at a Muslim cemetery in Christchurch, New Zealand. Source: AP

دا خبره کېدای شي، د ډېرو نویو راغلو کسانو لپاره دا مسله کيدای شي نوي وي چې په اسټراليا کې د يو مړي خاورو ته سپارل او نور اړين مراسم کيدای شي تر لسو زرو ډالرو ارزښت ولري.

 اس بي اس‌ پښتو راډیو ، په وېکټوريا ايالت کې د افغان اسلامي مرکز او عمر فاروق جومات د کميټې له مشر ښاغلي پاچا نوري سره  د مړو د سمبالښت او ورسره  تړلو مسایلو په اړه په جزیاتو خبرې کړي. تاسو کولای شئ، لا ډېر معلومات په مرکې کې واورئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now