آيا پوهيږئ اسټراليا کې کورني تاوتريخوالی څه ته وايې او کوم تاوتريخوالی جرم ګڼل کيږي. اسټراليا هيواد لکه د نړۍ ځينو نورو هيوادو په شان کورني تاوتريخوالي له وجې ډيرې ښځې خپل ژوندونه له لاسه ورکوي. د اسټراليا حکومت يادې مسلې حل لپاره جدي ګامونه پورته کړي او مجرمينو ته سخته سزا ورکوي، ولې سوال دا پيدا کيږي چې اسټراليا ته راغلي څومره نوي مهاجر او يا کډوال شته قوانينو باندې پوه دي. يادې مسلې لا روښانه کولو لپاره مو له ډاکټر نظير داور سره مرکه کړې او کورنۍ تاوتريخوالی مسله مو اسټراليا کې روښانه کړی. تاسې بشپړه مرکه دلته واورئ.
شریکول





