په پاکستان کې د نوي حکومت جوړښت او پر افغانستان يې اغیزې

Pakistan, Thursday, April 7, 2022. Pakistans Supreme Court on Thursday blocked Prime Minister Imran Khans bid to stay in power, ruling that his move to dissolve Parliament and call early elections was illegal. That set the stage for a no-confidence vote

Leaders of Pakistani opposition alliance in Islamabad. Source: AP

د چارو خاوندان: پاکستان کې د حکومت بدلون به د افغانستان په اړه د دې هېواد پر بهرنۍ تګلاره کې کوم بدلون را نه ولي.


وروسته تر هغه چې په پاکستان کې د عمران په مشرۍ حکومت بي واکه او ددغه هېواد پارلمان د مسلم لیګ ګوند مشر شهباز شریف د صدراعظم په توګه وټاکه اوس داسې پوښتنې را ولاړې شوي چې ایا په پاکستان کې د نوي حکومت په راتګ سره به د افغانستان په اړه ددغه هېواد په بهرنۍ تګلاره کې کوم بدلون راشي او که نه؟

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان په دې اړه بیلا بیل لید لوري لري.

په دې ډله کې یو شمېر پدې اند دي چې په پاکستان کې د حکومت بدلون به د افغانستان په اړه د دې هېواد پر سیاست اغیزه ونکړي، ځکه د دوی په وینا د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست تر ډیره بریده د دې هېواد پوځ له لوري اداره کیږي.

دوی وايي، د پاکستان پوځ په تېرو څه باندې څلور لسیزو کې د افغانستان په اړه د دې هېواد سیاست اداره کاوه او اوس هم پوځ د افغانستان په اړه د پالیسۍ جوړولو او تعقیب مسولیت په غاړه لري.

ځيني نور افغانان بيا مخالف نظر لري.

تاسو ته مو د پاکستان نوي حکومت په اړه د افغانانو غبرګونونه راخيستي چې دا ټول په تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now