د اسټراليا ملي ورځ په اړه اړين معلومات

Australia Day flags

Australia Day flags Source: AAP

هر کال د اسټراليا ملي ورځ د جنوری په ۲۶ لمانځل کيږي، ولې دا ورځ له جشنو او خوښيو ترڅنګ ماتم په توګه هم لمانځل کيږي.


د اسټراليا ملي ورځ ډيري اسټراليايانو لپاره مهمه وي ځکه پدې ورځ له هيواد سره مينه بيلابيلو غونډو او فعاليتونو له لارې لمانځل کيږي.

دا ورځ دواړه له جشنو او پر خلاف يې مظاهرو سره مل وي.

د اسټراليا ملي ورځ هغو کسانو لپاره هم مهمه وي چې لومړي ځل لپاره د اسټراليا تابعيت اخلي او بله خوا پر همدې ورځ د اسټراليا د کال غوره شخصيتونو نومونه هم اعلان کيږي.

د جنوری ۲۶ د اسټراليا ملي ورځ په توګه لمانځل کيږي. ياده ورځ د اسټراليا استعماري تاريخ سره ډيرې ريښې لري.

۱۷۸۸ کال جنوري ۲۶ نيټې باندې لومړي ځل لپاره د بريتانيا ۱۱ بيړۍ له بريتانيوی بيرق سره اسټراليا خاورې ته ورسيدې او د بومو خلکو پر ځمکه يې يرغل وکړ.

بومي اسټراليايان له هماغې ورځې دا ورځ د يرغل او ماتم ورځ په توګه يادوي.

اسټراليا کې بومي خلک کمپاين کوي ترڅو دا ورځ کومې بلې ورځې سره بدله شي معنی چې د اسټراليا ملي ورځ بايد د جنوری ۲۶ نيټې پر ځای پر بله ورځ ولمانځل شي، ولې بيا ځيني وايي دا ورځ ځانته جلا تاريخ لري.

تاسو ته مو د اسټراليا ملي ورځ تاريخ ته کتنه کړې او دا مسله مو لا روښانه کړې ترڅو پر تاريخ يې پوه شئ.

بشپړ رپوټ سپيکر تڼۍ کليکاږلو سره واورئ.

——————————————————-

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه  یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now