د استرالیا راتلونکې پارلماني ټاکنې څه وخت ترسره کېږي ؟

Election 2016

Source: ABC Australia

د استرالیا په اساسي قانون کې راغلي چې ددغه هېواد د ولسي جرګې غړي د دریو کلونو لپاره ټاکل کیږي خو د درې کلنې دورې له پاې څخه مخکې باید ټاکنې ترسره شي.


 د استرالیا د ولسي جرګې لپاره ټاکنې د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت کې ترسره شوي خو د خلکو استازو خپل کار د اګسټ د میاشتې په ۳۰  نیټه پیل کړی چې د راتلونکې کال د اکست د میاشتې په ۲۹ نیټه یې کاري موده پاې ته رسیږي.

د قانون پر اساس راتلونکې ټاکنې باید د ۲۰۱۹ کال د اګسټ د میاشتې له ۲۹ نیټې مخکې ترسره شوي خو د استرالیا د مشرانو جرګې د ۵۰ سلنه غړو  لپاره باید ټاکنې د راتلونکي کال په مې میاشت کې ترسره شي نو له همدې امله یو زیات شمېر پدې باور دي چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ټاکنې به یو ځای د راتلونکې کال تر مې میاشت پورې ترسره شي ترڅو له دوه ځله لګښت مخنیوي وشي.

د استرالیا د راتلونکو  ټاکنو په اړه لا ډیر مالومات په راپور کې واورئ. 

 

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now