ولې پښتانه بايد د جرګه فلم وګوري؟

Jirga

Jirga Source: YouTube

جرګه فلم پر پښتنو د جګړې ناخوالې انځور کړي چيرې چې يو بهرنی پوځي خپل ماموريت دوران کې يو عام پښتون وژني او بيا وروسته ياد پوځي يادې کورنۍ ته ځي او بښنې غوښتنه کوي


د جرګه فلم له نورو هاليوډ فلمونو څخه ډير توپير کوي او ډيره کې پدې فلم کې ټول افغانان او په ځانګړي ډول پښتانه ښودل کيږي.

جرګه فلم ته پاکستاني چارواکو د جوړيدو اجازه ورنه کړه او دا لا اوس هم روښانه نده چې پښتنو په اړه فلم جوړيدو ته ولې پاکستاني حکومت اجازه ورنه کړه.

فلم جوړوونکی بينجامين ګيلمور وايي چې دا فلم بايد افغانان او په ځانګړي ډول پښتانه وګوري ځکه پدې فلم کې پښتنو ته ددې چانس ورکړل شوی ترڅو ددوی د ژوند او د جګړو ناخوالو په اړه ډير څه ووايي او نړيوالو ته يې وښايي.
Jirga film director and actor at SBS studios
Jirga film director and actor at SBS studios Source: Richard SBS
د فلم له جوړوونکي بينجامين ګيلمور  او د پوځي په رول کې له هنرمند سام سميت سره مو ځانګړې مرکه کړې او دوی نه يوازې ددې فلم ځانګړتياوو په اړه خبرې کوي بلکې د پښتون ژغورنې له غورځنګ څخه هم خپل کلک ملاتړ ښايي.

ياده ځانګړې مرکه او رپوټ دلته واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
ولې پښتانه بايد د جرګه فلم وګوري؟ | SBS Pashto