ولې ګڼ شمېر افغان ځوانان په قاچاقي او خطرناکو لارو اروپايي هېوادونو ته د وتلو هڅه کوي؟

Kabul, Afghanistan

Kabul, Afghanistan Credit: Fardin Waezi, UNAMA

په وروستي څه باندې یو نیم کال کې له کومې ورځې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیاځلې واک ته رسیدلي اروپا ته د افغانانو د کډوالېدو څپې بیا پیل شوي او د ورځې سلګونه افغانان په تېره ځوان کهول د د ایران او ترکیې له سرحدونو د اوبو یا هم وچو لارو په ناقونونه توګه خطرناکه مزل پیلوي.


افغانستان څخه د ځوانانو بهر ته تګ او يا تيښته لا هم روانه ده او ګڼ شمير ځوانان له نامعلومو لارو او پايلو سره خپل ژوند په خطر کې اچوي.

هغه افغانان چې په ناقونونه توګه بهرنیو هېوادونو ته ځي، خپل هدف ته تر رسېدو پورې پر لارې د بیلابیلو ستونزو سره مخ کیږي.

دیري دغه ځوانان د سفر پرمهال مړه کیږي او ځینې يې هم د بهرنیو هېوادونو د پولیسو له خوا زنداني کیږي، چې له خپلې کورنۍ څخه يې د مرګ او ژوند درک هم ورکیږي.

شیرزاد یو له هغه ځوانانو دی، چې د قاچاقۍ تګ پر وخت يې خورا ډیري خوارۍ ګاللي خو لا يې هم سفر نیمګری پاتی دی.

دی د دې ناقانونه سفر په ترڅ کې چې له کومو شکنجو سره مخ شوی اس بي اس راډیو ته خپله قیصه داسې بیان کړه.

خو دا یوازې شیرزاد نه دی چې د زندان ، لوږې، او ګڼو نورو خواریو په ګاللو سره اروپايي هېواد ته د رسېدو په تکل راون شوی بلکې دده په شان ځینې نور افغان ځوانان هم شته چې په قاچاقي لارو يې له ګړنګونو ډګې لارې وهلي تر څو خپلې موخې ته ورسیږي.

اسماعیل چې د افغانستان په تېر حکومت کې نظامي دنده درلوده خو په وینا يې بې کارۍ اړ کړ چې اروپا ته د تګ نیت وکړي خو اوس هغه په جرمني کې میشت شوی.

هغه اس بي اس راډیو سره په خبرو کې په قاچاقي لاره د خپلو ترخو او نه هیرېدونکو خاطرو په اړه داسي وویل.

په افغانستان کې ناامني، کمزوري اقتصاد، بې کاري او د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي چې ځوانان په قاچاقي لارو سفرونه ته زړه ښه کړي.

ادریس یو بل ځوان دی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته بې کار شو او د ګڼو نورو افغانانو په څېر د کسب او کار او عاید موندولو لپاره له ځینې نورو ملګرو سره په قاچاقي لارې ترکیې ته تللي وه.

هغه غوښتل چې لومړی ترکیې او له هغه ځای یونان ته لاړ شي خو د لارو سختیو يې پرېکړه ور بدله کړې او اوس بېرته افغانستان ته راغلی.

ادریس له نورو ځوانانو وغوښتل چې په لوی لاس دی ځان د مرګ خولې ته نه ورکوي او په قاچاقي لارو دې له تګ څخه ډډه وکړي.

دا چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلې واکمنیدو راهیسې له افغانستان د تللو افغانانو کره شمېر څومره ده، د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت يې په اړه د معلوماتو له ورکولو ډاډ وکړه.

خو ددغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني اس بي اس راډیو ته وویل، چې تر اوس له ایران او پاکستان هېواد څخه شاوخوا یو میلیون کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

پدې اړه لا ډير معلومات په تيار شوي رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now