د ياد غورځنګ ډيرې نيوکې پر مرکزې حکومت چې ډير واکداران يې پينجاب ايالت کې ميشت دي کيږي ولې د همدې غورځنګ خلاف بيا مظاهرې او نور تحريکونه په پښتنو ميشتو سيمو کې جوړ شوي او پښتون ژغورنې غورځنګ پر مختګ مخه نيسي.
د پاکستان پوځ او ځيني سياسي چارواکي وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې سمې دي او د قانون لاندې ترسره کيږي ولې ددې څرګندونو ترڅنګ د پوځ په غوښتنه يوه قبايلي جرګه جوړه شوه په کوم کې چې ډيري غړي يې هغه کسان ول کوم چې د پښتون ژغورنې غورځنف خلاف تحريکونه او غونډې جوړوي له کومې پايلې پرته پای ته رسيدلې.
د جرګې يو اړخ وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو ورځو وخت غوښتنه کړې چې يوه کميټه به جرګې ته وړاندې کوي ولې بيا د ياد ګوند غړي وايي چې د يادې جرګې غړي ددوی مخالفين دي او هم دوی د ټول پاکستان څخه د پښتنو استازې ټاکې او له هغه وروسته ياد استازي به له يوې با صلاحيتې جرګې سره خبرې کوي او يا به له حکومت سره مخامخ خبرې کوي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدی چې خيبر پښتونخؤا کې دی او ټول حالت له نږدې څاري له مونږ سره خبرې کړي او تازه معلومات يې شريک کړي چې دلته يې اوريدلی شئ.

An old man is holding PTM leader Manzoor Pashteen at Lahore Jalsa Source: The Pashtun Times