روسيې پر اوکرايين بريد وکړ او د نړۍ ډيرو هيوادونو تمې خلاف دا بريد تر سره شو، ولې سوال دا پيدا کيږي چې ولې روسيې پر اوکرايين بريد وکړ؟
اوکرايين کې کړکيچ له کلونو راپديخوا روان وه.
لويديځ هيوادونو يا ناټو هڅه کوله ترڅو اوکرايين د ناټو برخه کړي ترڅو روسيې سره سرحد کې ناټو حضور پيدا کړي، بله خوا اوکرايين کې اذادي غوښتونکو په ۲۰۱۴ کال کې کريميا ازادولو سره د اوکرايين ختيځې سيمې ازادي غوښتنه هم کوله.
روسيې تل اوکرايين سره د ناټو نږدې کيدل خپل ملي امنيت لپاره ګواښ ګاڼه ولې پر اوکرايين د روسيې او لويديځ، امريکا ديپلوماسي ناکامۍ له وجې روسيې پر اوکرايين بريد وکړ.
د افغانستان ديموکراتيک نظام ړنګيدو څخه يواځې ۶ مياشتې تيريږي او ډير پدې اند دي چې د روسيې او لويديځ کړکيچ سره افغانستان له پامه غورځول کيږي.
د اوکرايين مسله او افغانستان راتلونکی مو سياسي چارو شنونکي ښاغلي محب اقبال سره مطرح کړې، له معلوماتو ډکه بشپړه مرکه دلته واورئ.





