د طالبانو د سرپرست حکومت د کابل ښاروالۍ په بازارونو کې سوداګرو یا هتیوالو ته نرخونه ټاکلي خو سره له هغه هم د افغانستان په بازرانو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې د پخوا په پرتله لا لوړې شوې دي.
یو شمیر افغانان په بازرانو کې د خوراکي توکو لوړو بیو اندېښمن کړي او په خبره يې سوداګر د روژې په مبارکه میاشت کې د خلکو له مجبوریته په استفادې په احتکار لاس پورې کوي او د توکو بیې لوړوي چې دوی يې د اخسیتو توان نلري.
له دې ډلې ځینو هغوی له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د کابل ښاروالۍ له لوري په نرخنامې او بازار څار نه درلول د دې لامل شوي چې سوداګر او دوکاندارن په خپل سر اجناس وپلوري.
د کابل ښار یو بل اوسیدونکي تمیم هم وايي، چې د روژې له راتګ سره په بازارونو کې احتکار حاکم شوی.
هغه د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د خلکو کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو دي د روژې په میاشت کې بازار کې د لومړنیو توکو په بیو څار ولري.
له کابل څخه پر يادې مسلې جوړ شوی بشپړ رپوټ واورئ.



