افغانستان کې سياسي کړکيچ وروسته چې د افغان حکومت له ړنګ شو او وسله وال طالبان يو ځل بيا واک ته ورسيدل دا مهال د افغانستان پولي واحد افغانۍ په بازارونو کې د ډالرو په مقابل کې خپلې تر ټولو ټیتې کچې ته رسیدلې.
اوس وخت کې په افغانستان کې د یوه ډالر بیه ۹۶ افغانیو ته رسیدلې چې په دې توګه افغانۍ د بهرنیو اسعارو په مقابل کې پ ځانګړي توګه د ډالرو پر وړاندې دیره لویدلې ده.
د افغانستان تیر حکومت د افغانۍ د ارزښت ساتلو له پاره په دوامداره توګه ډالر د افغانستان بازار ته عرضه کول څو مارکيټ مدیریت کړي او د افغانۍ بیه ثابته وساتي.
د طالبانو واک ته رسيدو سره میلیونونه افغانان اوس بې کاره دي او د عاید سرچینې یې وچې شوي دي.
که څه هم څه موده د طالبانو سرپرست حکومت مرکزي بانګ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ثبات لپاره ۱۰ میلونه ډالر لیلام کړل خو د اقتصادي چارو شنکونکي بیا دغه چاره اساسي حل لاره نه بولې.
افغانان وار له مخه له بیوزلۍ او بیکارې سره مخ دي او اوس افغانۍ د بهرنیو اسعارو په ځانګړی ډول د امریکايي ډالرو پر وړاندې ارزښت له لاسه ورکولو سره به یو بل ناروین ته لاره هواره کړی.
د افغانستان د صرافانو د معلوماتو له مخې د افغانستان په بازارونو کې اوسمهال د یوه امریکایی ډالرو بیه تر ۹۶ افغانیو پورې رسیدلې.
کارپوهان په دې باور دې چې د اقتصادي ثبات لپاره سیاسي ثبات اړین دی.
له بلې خوا د تیر حکومت له پرځیدو او د طالبانو د واکمنیدو سره سم امریکا متحده ایالاتو بیا د افغانستان نیږدې ۱۰ میلیارده ډالر نغده سرمایه هم کنګل کړې.
خو په ټوله کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو بندیدل، په کور دننه د بیکارۍ د کچې لوړیدل، د افغان سوداګرو له لوري د پانګو ایستل، د بیو لوړیدل، د وارداتو او صادراتو ټکني کیدل او ډالرو کمېدل هغه څه بلل شوي چې له امله يې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په ځانګړي توګه د امریکايی ډالرو پر وړاندې راټیټه شوې.
لا ډير معلومات د رحيم الدين اورياخيل په بشپړ رپوټ کې واورئ.





