اسټراليا کې په هرو ۵ کلونو کې سر شميرنه ترسره کيږي چې پای کې حکومت او هم ميشتو ټولنو لپاره اړين معلومات وړاندې کيږي.
د اسټراليا ۲۰۱۶ کال سرشميرنه کې د پښتنو شمير ۹۲۲۵ ښودل شوی چې د ځينو پښتنو مشرانو په وينا ياد شمير د پښتنو سم شمير نه څرګندوي او پښتانه لا ډير شمير سره اسټراليا کې استوګنه لري.
حکومت په اسټراليا کې ميشتو مهاجرو ټولنو لپاره ټولنيز او هم ژبنيز خدمتونه د هغوی شمير او اړتياو له مخه وړاندې کوي او په ځينو برخو کې ټولنې خپل وګړو خدمت لپاره له حکومت څخه بوديجه او يا مرسته هم ترلاسه کولی شي.
د سر شميرنې او يا احصايې کار پوه ښاغلی نور احمد خالدي وايي، سر شميرنه يو هيواد او هم ميشتو ټولنو لپاره ډير ارزښت لري، او حکومت همدې معلومات له مخه خپل پراختيايي پروژې پر مخ وړي.
بله خوا اسټراليا کې سر شميرنه جبري ده او که څوک پکې برخه وانخلي محکمې ته هم وړاندې کيدلی شي او ۲۲۲ ډالر په ورځ کې جريمه کيږي.

Source: Supplied
د سر شميرنې نيټه ۱۰ د اګيست ټاکل شوی چې تاسې بايد تر هغه نيټه خپل سر شميرنه انلاين او يا فورمې له لارې بشپړ کړئ.
د پښتنو مشرانو سږ کال سر شميرنه کې يو پيغام دی، هغه داچې سر شميرنه کې برخه واخلئ او خپل د کور ژبه پښتوPashto وليکئ.
تاسو ته د سر شميرنې برخې کار پوه ښاغلي خالدي مرکه وړاندې کووم چې دلته يې اوريدلی شئ.