د اوکتونر ۱۰ نيټه چې د ذهني روغتيا نړيواله ورځ ده په ټوله نړۍ کې ددې فرصت برابروي ترڅو خلک وشي کولی هم روغتيا او هم ذهني ناروغۍ په اړه پوهاوی ترلاسه کړي او ډيره کې دا مسله جدي ونيسي.
پښتنو ترمينځ د ذهني روغتيا او هم ناروغۍ په اړه لږې خبرې کيږي او بيا ځينو ټولنيزو مسايلو له وجې دا ډيره کې له پامه غورځول کيږي.
طبي پوهان وايي، ذهني ناروغي لکه نورو يوه جدي ناروغي ده او بايد ورته ځانګړی پام وشي ترڅو درملنه يې وشي.
خيبر پښتونخوا قبايلو کې ارشي ارباب له ۱۲ کلونو راهيسې ذهني روغتيا برخه کې کار کوي.
نوموړې وايي داسې ډيرې ټولنيزې او کلتورې وجې دي چې ذهني ناروغۍ په اړه خبرې نه کيږي او نه هم د ناروغ درملنه کيږي.
نوموړی قبايلو سيمو کې د سړيو ترڅنګ د ښځو ذهني روغتيا او ناروغي له نږدې څاري او ځينو هغو برخو باندې رڼا اچوي چې پښتانه د يادې ناروغۍ درملنې څخه په شا کوي.
اغلې وايي لومړی بايد خلکو کې دومره پوهه پيدا شي چې د شرم احساس کولو پرته خپل حالت مطرح کړي او ذهني ناروغۍ درملنه کړي.
بل اغلې پر ځينو کلتوري او ټولنيزو دودونو نيوکه کوي، ځکه ذهني ناروغ سره ناوړه چلند، پرې منفي نومونه کيښودل او داسې نور ددې باعث کيږي چې يو کس له کړاوونو ډک ژوند تير کړي.
اغلې ارباب وايي، پښتنې نجونې کوچني عمر کې ودول، د کور او ماشومانو سمبالښت او بيا ماشومانو زيږون وروسته ښځو ته ذهني ناروغي پيدا کيدل چې ډيره کې يوه عامه موضوع ده دا د پښتنو سړيو او کورنيو لخوا له پامه غورځول کيږي.
اغلې وايي، تر ټولو لويه ستونزه د پښتنو پر دې مسلې ځان نه پوه کول دي.
تاسې دا او لا نور ډير معلومات د اغلې ارشي ارباب په مرکه کې اوريدلی شئ.



