د اسټراليا سياست او ټاکنو بهير کې د پښتنو ځوانانو ونډه مهمه ده

parliament house at night, act, australia

캔버라 연방의사당 Source: Stone RF

اسټراليا کې دا معمول دی چې ډيري اوسيدونکي سياسي بهير کې برخه اخلي او هم د يو له سياسي ګوندونو ملاتړي کوي. دا ډيره اړينه ده چې د اسټراليا سياسي بهير برخه شئ او فعاله ونډه پکې واخلئ.


اسټراليا يو پر مختللی هيواد دی چيرې چې اوسيدونکي يې له ډيرو ازاديو سره ژوند کوي چې پدې کې شفاف ټاکنيز بهير کې برخه اخيستل او پارلمان ته خپل استازي تاکل شامل دي.

اسټراليايي ټولنه کې د نورو فرصتونو ترڅنګ په سياست کې برخه اخيستل هم شامل دي، چې نه يوازې خلک خپل ټاکنو کې رای ورکوي بلکې دوی هم کولی شئ د سياست برخه شي، ايالتي او فدرالي ټاکنو کې ځان نوماند کړي. 

شميرې ښايي، په اسټراليا کې د فدرالي، ايالتي او هم د شورا ګانو په ټاکنو کې ډيري نوماندان ځوانان ندي او حال داچې د اسټراليا د نفوس ډيره برخه ځوانان هم جوړوي.

يوه پښتنه چې ګل اندام خان نوميږي او اسټراليا کې اوسيږي د ځوانانو سياست ته راتلو هڅونې لپاره يوه ټولنه جوړه کړي.

د يادې ټولنې نوم Not Too Young To ده چې مقصد يې ځوانان سياست ته هڅول او ترې ملاتړ کول دي.

اسټراليا کې راتلونکې فدرالي ټاکنې د روان کال می مياشت پر ۲۱ نيټه ترسره کيږي.

اغلې خان په وينا، ټاکنو کې برخه اخيستل ډير مهمه ده او تاسې بايد هر هغه نوماند وټاکئ چې تاسو ته ښه ښکاري او ستاسو ستونزې حل کولی شي.

د اغلې په وينا تاسې کولی شئ نوماندانو ته زنګ ووهئ او ترې پروګرامونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

لا ډير نور معلومات په مرکه کې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now