پيښور پوهنتون له مالي ستونزو سره مخ دی، زده کوونکي يې اعتراض په ډول پيسې ټولوي

Peshawar University

Source: Peshawar University

د خيبر پښتونخوا تر ټولو لوی پوهنتون له مالي ستونزو سره مخ دی او زده کوونکي له حکومت څخه نارضايتي ښايي.


د پيښور پوهنتون زده کوونکي وايي چې د استادانو او کار کوونکو تنخوا په وخت نه ورکولو سره ددوی پر زده کړو ناوړه اغيز شيندلې.

زده کوونکي وايي، د پيښور پوهنتون کيدای شي پاکستان کې لومړنی داسې دولتي پوهنتون وي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د پوهنتون يو زده کوونکې راني ګل له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې وويل، د پيسو نړيوال صندوق سره پاکستاني حکومت دا ژمنه کړې وه چې نه يوازې د استادانو تنخواوې به په وخت ورکوي بلکې د هغوی تنخواوې به ډيروي ولې تر اوسه داسې ندي شوي.

څه موده وړاندې د پيښور پوهنتون ښځينه زده کوونکو د استادانو لخوا جنسي ځورونې شکايتونه وکړل او حکومت د يادو شکايتونو پلټنې لپاره يو کميسيون هم وټاکه ولې تر اوسه د ياد کميسيون پلټنو پايلې ندي په ډاګه شوي.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي يادې مسلې باندې رپوټ چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now