Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

ولې د طورخم دروازه وتړل شوه؟

Torkham

Torkham Credit: Islam Gul Afridi

د طورخم دروازې تړلو په تړاو پاکستان لور ته د سوداګرو او چارواکو خبرې واورئ.


خپور شوی په

By Islam Gul Afridi, SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د طورخم دروازې تړلو په تړاو پاکستان لور ته د سوداګرو او چارواکو خبرې واورئ.


طالبانو د لوري طورخم دروازه هغه مهال وتړل شوه چې له افغان ناروغ سره د پاکستاني پوځيانو لخوا ناسم چلند وشو او د شوې هوکړې له مخه يو ناروغ سره د هغه مرستې لپاره تلونکي شخص ته پاکستاني پوځيانو اجازه ورنکړه.

د پاکستان پوځيانو او طالبانو ترمينځ لفظي شخړې وروسته طالبانو د طورخم دروازه وتړله او بيا يوه ورځ وروسته د دواړو لوريو لخوا پر يو بل د ډزو خبر هم ورکړل شوی.

پاکستان لور ته چارواکي وايي، طالبانو ډزو له امله يو سرحدي پوځي ټپي شوی.

د طورخم دروازه پداسې حال کې تړل کيږي چې دواړو لوريو ته سلګونه لارۍ له مالونو سره ډکې ولاړې دي.

سوداګر له دواړو لوريو غوښتي چې ژر دروازه د لاريو تګ راتګ لپاره خلاصه کړي ځکه د هرې ورځې په تيريدو سره دوی ته ډير تاوان رسيږي.

زمونږ همکار له پيښور څخه طورخم کې چارواکو په ګډون ګڼو کسانو سره خبرې کړي چې تاسې د هغوی څرګندونې په تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now