په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته، د آسټرالیا حکومت زرګونه افغانان له دغه هېواد څخه آسټرالیا ته راوستل. سره لدې چې په آسټرالیا کې د ژوند لپاره زیات سهولتونه شته، مګر د اختر او نورو مهمو مراسمو تجلیل پدې هېواد کې له افغانستان سره توپیر لري.
سید وحدت سادات د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په افغانستان کې له آسټرالیایي ځواکونو سره دنده ترسره کړې او اوسمهال د آسټرالیا په ملبورن ښار کې ژوند کوي.
ښاغلی سادات وايي، خوښ دی چې په آسټرالیا کې ورته د ژوند کولو چانس ورکړل شوی.
سره لدې چې ښاغلی سادات په آسټرالیا کې د شته اسانتياوو ستاينه کوي او په دغه هېواد کې له خپل نوي ژوند څخه خوند اخلي، خو وايي چې د افغانستان او اسټراليا د اختر تر منځ ډېر توپير شته.
"ښکاره خبره ده چې د آسټرالیا او افغانستان د اختر ترمنځ لوی توپیر شتون لري. لوی توپیر دا دی، موږ چې کله په افغانستان کې اختر لمانځو او له له کوره بهر ځو نو د هر چا اختر وي، هر سړی رنګین کالي اغوندي او عمومي رخصتي وي."
"دلته په آسټرالیا کې هر څه تر جومات پورې محدود دي. کله چې موږ له جومات څخه بهر ووځو، نو د اختر په څېر احساس نه کوو، ځکه چې ټول په کار کې بوخت وي.»
هغه وايي: "شاوخوا یو نیم کال کېږي چې په آسترالیا کې یو او زه ډېر خوښ یم چې ماشومانو مې انګلیسي ژبه زده کړې او پوهېږي چې څرنګه له نورو سره اړیکه ونیسي."
د ښاغلي سادات بشپړه مرکه واورئ.



