ولې پاکستان کې قبايلي ځوانان د چين ژبه زده کوي؟

Pashtun Youth learning Chinese

Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

د چين ژبې نړيواله ورځ د اپريل د مياشتې په ۲۰ نيټه لمانځل کيږي.


پاکستان هيواد د چين يو له متحدو هيوادو څخه دی او په ډير شمير کې چينايان پاکستان کې پانګونه لري او بيلابيلو برخو کې بوختيا هم لري.

پدې وروستيو کې د چين اقتصادي دهليز پرانيستل او پاکستان کې د چين هيواد په ميلياردو پانګونه ډير ځوانان هڅولي ترڅو ښه راتلونکي لپاره د چين ژبه زده کړه. سره لدې چې په قبايلو کې د انټرنيټ نه شتون او هم پر مخابراتي شبکو ډيره سختي شتون ولې بيا هم قبايلي ځوانان غواړي ترڅو له نورو شاته پاتې نشي او د چين هيواد اقتصادي دهليز پروژو کې پراخه ونډه ولري ترڅو ځانته کاري زمينه برابره کړي.

زمونږهمکار اسلام ګل افريدی د زده کړې داسې يو مرکز ته تللی چيرې چې د سلګونو په شمير ځوانان د چين ژبه زده کوي او هم ورځ تر بلې د چين ژبې زده کړې مينه وال په ډيريدو دي.

د اسلام ګل افريدي بشپړ رپوټ ته غوږ شئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now