ولې پاکستان کې د وزيرستان خلک مظاهرې کوي؟

Waziristanis protest

Waziristanis protest Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

.پاکستان کې ترهه ګرۍ ضد جګړه کې تر ټولو لويه قرباني پښتنو ورکړې


د پاکستان د پوځ ۲۰۱۴ کال راهيسې ترهه ګرۍ ضد عملياتو د زرګونو پښتنو ژوندونه اغيز من کړي او لا هم د يادو نا امنه سيمې اوسيدونکي له يو نا معلوم حالت سره شپې او ورځې سبا کوي.

د وزيرستان ځيني وګړي د حکومت لې بې پروايې په تنګ شوي او سرکونو ته راوتي ترڅو خپل د حق غوښتنه وکړي.

دوی وايي چې له دوی سره کافي اندازه مرسته نده شوې ترڅو خپل خراب شوی ژوند بيرته پر خپل حال کړي.

د وزيرستان بې ځايه شوو کسانو پيښور ښار کې لاريون کړی او ګواښ يې کړی که چيرې حکومت ددوی غوښتنې ونه مني نو دوی اسلام اباد لور ته مخه کوي او خپلو مظاهرو ته ادامه ورکوي.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له ځينو مظاهره چيانو سره خبرې کړي چې بشپړ رپوت دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now