ايا د افغانستان او پاکستان پارلماني پلاوو يو بل ته تګ به ګټه ولري؟

Afghanistan and Pakistan flags

Afghanistan and Pakistan flags Source: Times of Islamabad

د پاکستان د پارلمان یو لوړ رتبه پلاوی کابل ته تللی څو د دواړو هېوادونو ترمینځ د رامنیځ ته شوو اختلافاتو په اړه له افغان چارواکو سره وګوري.


ټاکل شوې ده چې دا پلاوی په همدې اونۍ د افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس د ملي شورا د دواړو جرګو له مشرانو او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وګوري.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي هېله وښوده څو د پاکستاني پلاوي دا سفر د دواړو هېوادونو د اړېکو پیاوړتیا لپاره اغیزمن تمام شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پلاوی به د پاکستان د ملي اسمبلي او د پاکستان د مسلم لیګ د ګوند د غړي رانا افضل خان په مشرۍ په کابل کې، له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

د خبرو اترو دا لړۍ چې له" پولو هاخوا" نوم ورکړل شوی چې په ۲۰۱۵ کال کې پيل شوې ده او دې لړۍ هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والی ښودل شوی دی.

پدې اړه تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now