د افغانستان د سولې عالي شورا وايي،د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هڅې به د افغانستان د سولې په بهیر کې ګټورې تمامې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد، تیرماښام له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سره د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې د تامین پر لارو خبرې وکړې.
ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی سیمې ته د خپل لس ورځني سفر په ترڅ کې عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته هم سفر وکړي.
د افغانستان سولې بهير لپاره بيلابيلې ناستې او او سيمې په کچه سلا مشورې ترسره کيږي ولې ايا د زلمي خليلزاد به د سولې بهر ته نوې رنګ ورکړي او که نه؟ يادې مسلې په اړه بيلابيلې څرګندونې شوي چې زمونږ همکارې ناجيه صاپۍ په يو رپوټ کې راخيستي، تاسې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.