د ملي امنیت شورا د پخواني مشر محمد حنیف اتمر تر استعفی وروسته، په امریکا کې د افغانستان سفیر ، حمدالله محب د افغانستان د ملي امنیت شورا د نوي مشر په توګه و ټاکل شو. د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني وایي چې حمدالله محب په امریکا کې د افغانستان د سفیر په توګه خپله دنده په بریالیتوب سره ترسره کړې او په نوې دندې کې ورته د بریالیتوب غوښتنه لري.
شریکول





