د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني وایي تر دې وروسته وسله وال اجازه نلري ترڅو د حامد کرزي نړیوال هوايي ډکر ته له وسلو سره ننوځي. ولسمشر غني د هوايي ډګر امنیتي مسولینو ته ویلي ترڅو هېڅوک له وسلو سره هوايي ډګر پرېنږدي او که څوک سر غړونه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي. تر دې وړاندې یو شمیر دولتي او غیر دولتي چارواکو ته اجازه ورکول کیده ترڅو له خپلو ساتونکو او وسلو سره د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ننوځي. پدې اړه لا ډېر معلومات د ولسمشر غني په خبرو کې واورئ.
شریکول





