مینی پاډ: درېیمه برخه|Take it easy| هغه کلمې چې موږ یې کاروو

FINAL_Word We Use  Thumbnail (2).jpg

We often use 'take it easy' to tell someone to relax or calm down, particularly if they look stressed.

د انګلیسي ژبې یو نوی عبارت زده کړئ ترڅو ستاسو خبرې طبیعي او په زړه پورې ښکاره شي. د (Words We Use) یوه دوه‌ژبنۍ لړۍ ده چې تاسو سره د داسې اصطلاحاتو په پوهېدو کې مرسته کوي لکه(take it easy). نور مالومات دلته واورئ.


Take it easy دا اصطلاح به تاسو خامخا اورېدلې وي. په ظاهري مانا یا که یې ټکی په ټکی وژباړو نو داسې ښکاري لکه څوک چې غواړي يو څه په نرمه توګه په لاس کې ونيسي. خو عموماً دا اصطلاح هغه وخت کارېږي چې غواړو چا ته ووايو، آرام شه يا مه خپه کېږه په ځانګړي ډول که څوک ستړی يا پرېشانه ښکاري.

د مثال په توګه که یو څوک خپه وي ځکه چې خپلې کلی نه‌شي موندلی،تاسې ورته ويلای شې:
Take it easy. I’m sure we’ll find them. I’ll help you look for them.

يا که څوک غوسه وي ځکه چې د همکار يې يو څه هېر کړی وي، ته ورته ويلای شې:
  • Take it easy. I’m sure they’ll do it tomorrow.
کله ناکله دا هم معنا لري چې "ډېرځان مه ستړی کوه"، په ځانګړي ډول که څوک ډېر بوخت وي او تل کار کوي يا ناروغ وي.
  • Take it easy! There’s no rush.
يا فرض کړه چې ستاسئ همکار يوه ډېره بوخته اوونۍ تېره کړې وي، کله چې د جمعې ماسپښين دفتر پرېږدي، ته ورته ويلای شې:
  • Take it easy this weekend. You deserve it!
Or if someone is recovering from an illness:
  • Take it easy for the next few days and get some rest.
د خدای پامانۍ په وخت کې هم په دوستانه ډول کارېږي:
  • See you tomorrow. Take it easy!
ځينې وخت دا يوازې دا معنا هم لري چې څوک ډېر څه نه کوي: او داسې وایي:
  • My dog takes it easy all day—just sleeps in the sun.
په یاد ولرئ چې د انګلیسي ژبې زده کړه باید تاسې باندې بوج نه وي/ یا په تاسې ډېر فشار را نه وړي. Take it easy یوه اصطلاح په یوه وخت کې زده کړئ.

نور مالومات په پاډکاسټ کې واورئ.
د انګلیسي ژبې د زده کړې نور پاډکاسټونه په اپل او سپوټیفای کې هم اوریدلئ شئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service